امنیت

يو ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
يو ديرش تنه وسله وال طالبان د هيواد په ځينو سيموکې د ملي اردو دځواکونو د چاڼيزو او محاربوي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو عملياتوکې چې د کندز ولايت د خان آباد، د سرپل ولايت د کوهستاناتو، دبغلان ولايت په پلخمري، د فارياب ولايت په غورماچ ، د تخار ولايت د درقد، د هلمند ولايت خوزاو، د غور ولايت په چهارسدې او د غزني ولايت دمقر، قره باغ او د ګيرو د ولسواليو په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو او تروريستانو د له منځه وړلو په مقصد ترسره شول؛ ٣١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٧ تنه نور يې ټپيان شول او يوه اندازه وسلې، مهمات او نور پوځي تجهيزات او وسايل په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې : د ملي اردو اته تنه سرتيري د امنيتي دندو په بهيرکې دماينونو دچاودنو او د دښمن د درندو وسلو د ډزو له امله شهيدان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ددغو سرتيرو شهادت تاييد کړ؛ خو د پيښو سيمې يې مشخصې نه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته