سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي پنځلس ورځني راډيويي وينا

کابل-باختر د تلې د مياشتې ٢٦ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي پنځلس ورځني راډيويي وينا
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو هيوادوالو، درنو خويندو او ورونو!
السلام عليکم و رحمت الله و برکاته
تېرکال د افغانستان  او امريکا د متحده ايالاتوترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون ترلاسليک وروسته، بله مهمه موضوع زموږ او د امريکا ترمنځ د دواړوهيوادونو د امنيتي تړون موضوع وه. دا ځکه چې په آينده کال کې خارجي قواوې د افغانستان څخه وځي او هغه شمېر قواوې چې غواړي زموږ په هيوادکې پاتې شي؛ ددغو قواوو د پاتې کيدو، اوسيدو او فعاليتونو څرنګوالى بايد په دې امنيتي تړون کې ډير روښانه او څرګند وي او همدا راز زموږ دهيواد ملي ګټې، امنيت او صلح پکې تضمين وي.
په همدې اساس د يوه کال را پدې خوا د افغانستان او امريکا د ځانګړو هيئتونوترمنځ د امنيتي تړون پرموادو دوامداره بحثونه وشول او لاهم جريان لري.
ګرانوهيوادوالو!
د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ په امنيتي تړون کې د افغانستان د ملي منافعو عمده ټکي دا دي:
اول: د افغانستان د ملي حاکميت بشپړ درناوى.
دويم: زموږ د خلکو دکورونومصوونيت او د هرافغان د کور  د حريم ته احترام، د ملکي تلفاتومطلق مخنيوى او د خارجي قواوو دخپل سرو عملياتو په کلکه منع او مخنيوى او همدا راز پر افغانستان باندې د بهرني تجاوزتعريف.
د تجاوزتعريف موځکه په دې تړون کې ځاى کړچې که چېرې کوم يرغلګر زموږ پرخاوره تجاوز کوي؛ نو دا خبره بايد واضيح وي چې خارجيان کله چې دلته پاتې کيږي؛ په کوموحالاتوکې به د افغانستان سره مرسته کوي او کوم حالت او کوم تجاوز به تجاوز بولي.
آيا دوى د خارجي ټانکو او طيارو راتګ افغانستان ته تجاوز بولي او که به تروريزم ، انتحار او په افغانستان کې په پټه ورانى دا هم تجاوزبولي؟
په دې هکله مو د امريکې څخه واضيح بيان اخيستى دى او د افغانستان ګټه مو په دې کې ترجدي بحث  او اطمينان لاندې نيولې ده.
خويندو او ورونو!
د امريکې سره په وروستيو مذاکراتو کې پريوې ډيرې مهمې موضوع هم ډيربحثونه وشول او هغه په افغانستان کې د خارجي عسکرودقضايي مصوونيت موضوع وه.
پر دې موضوع د فيصلې صلاحيت د افغانستان د حکومت کار نه دى. دا د افغانستان د خلکو صلاحيت دى چې مشورتي-عنعنوي لويه جرګه يې تمثيل کوي او بيا د افغانستان د ملي شورا قانوني صلاحيت دى چې ټول قرارداد وګوري او فيصله پرې وکړي.
دلته بايد ددې خبرې يادونه وکړم چې يواځې او يواځې زموږ په هيوادکې د سولې او امنيت تامين د امريکاسره د امنيتي قرارداد تضمين کولاى شي.که د افغانستان خلک امن نه وي؛ سوله نه وي. نو امنيتي قرارداد به زموږهيڅ په درد نه خوري.
درنوهيوادوالو!
د امنيتي قرارداد د بحث د پاره د افغانستان د خلکو پراخه لويه جرګه راغواړو. دا لويه جرګه به د ټولوافغانانو او د ټول هيواد د هرې سيمې او هرفکرنماينده ګي وکړي ترڅو وکولاى شو په آزاد بحث کې او د افغانانوترمنځ بحث کې د امريکې سره پرامنيتي قرارداد څيړنه وکړو؛ ښه او بد يې وګورو؛ د افغانستان ګټې پکې په تمامه معنى وسنجوو او بيا پرې فيصله وکړو.
د څښتن تعالى په استعانت به مشورتي لويه جرګه په آينده مياشت کې جوړه شي او د هيواد ملي ګټوته په پاملرنه به داسې فيصلې وکړي چې په کامله توګه به د افغانستان ګران هيواد خيرپکې نغښتى وي.
يوځل بيا د نيکمرغه لوى اخترمبارکي درکوم او هيله لرم چې د اخترشپې ورځې مو په خوشحالى تيرې کړې وي. په مخه موښه، ښاد او آباد و اوسئ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته