
کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر
د مزار شریف ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ښار په درېیمه ناحیه کې د شنې سيمې (ساحه سبز) جوړېدو چارې د ۴ میلیونو ۸۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د مزار شریف ښاروالۍ مسوولینو د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په یاده سیمه کې د ښاروالۍ له مقرراتو سره سم د ۲ زره ۷۰۰ متره مربع مساحت په لرلو سره شنه سیمه جوړېږي، چې دواړو خواوو کې یې ۳ متره سیمه سړک ته ځانګړې شوې، چې په دې سره به د روغتون مخې ته دواړه سړکونه هم پراخ شي.
د سيمې اوسېدونکي د مزار شریف ښاروالۍ د دغه کار ستاینه کوي او وایي، چې په دې سره به د یادې سیمې په سړکونو کې د ګڼې ګوڼې ستونزه حل شي.
لمر