امنیت

شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول

کابلباختر د اسد٢٦
شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څلور ويښتو ساعتونوکې د ننګر هار، بغلان، زابل ، لوګر او د پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول، پنځه تنه وسله وال طالبان ټپيان اوڅلور تنه نور يې نيول شوي دي.
په دغو عملياتوکې چې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد ترسره شول؛ يوه اندازه سپکې او درندې وسلې، مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
ديو بل خبر له مخې : دملي پوليسو منسوبينو د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهير کې د وسله والو مخالفينو له خوا  د وسايطو ضد يو ديرش ماينونه چې دپروان ،قندهار،غزني او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې نوى ښخ کړي شوي و؛ کشف او شنډ کړل او دڅو تروريستي پيښو مخه يې ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته