ټولنه

ملا يار محمد له خپلو افرادو سره دسولې له بهير سره يوځاى شو

کابل باختر دغبرګولي  اوومه  

  دملايار محمد په مشرۍ يوه لس  کسيزه ډله وسله وال طالبان  نن په فراه ولايت کې دسولې له بهير سره  يوځاى شول .

 دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد غوث مليار  باختر اژانس ته وويل دغه ډله چې پخوا دفراه ولايت دخاک سفيد ولسوالۍ په خوست کلي  په دولتي ضد فعاليتونو بوخته وه اوس دسولې له بهير سره  يوځاى شوه .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دغو کسانو خپلي وسلې چې کلاشينکوف  پيکا ماشينګڼه او بم غورځوونکي دي دولت ته سپارلي  دي .

 ديادونې وړ ده  چې ملايار محمد دملا پير محمد د تروريستي   ډلې غړى و او دغي ډلې په خاک سفيد ولسوالۍ کي په زياتو تروريستي بريدونو او بم ايښودنو  کې ونډه درلوده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته