امنیت

په بلخ کې د پوليسو يو شمېر مقامات له دندو ګوښه شول

کابل / دوږي ٢٣مه /باختر: د کورنيو چارو وزارت سرپرست وايي چې د امنيتي چلنجونوله څېړنې او د خلکو د شکايتونو له څېړنې وروسته د بلخ د پوليسو اته جګپوړي مقامات له دندو ګوښه کړ اوخبر دارى يې ورکړ، که چېرې حالت بدل نه شي نور مسوولين هم ګوښه کېږي. د باختراژانس د سيمه ييز خبريال يعقوب ازرده د خبرله مخې؛ دکورنيو چارو وزارت سرپرست مسعوداندرابي بلخ ته د خپل سفر هدف د خلکو د ستونزو اوريدل، د بلخ له سيمه ييزو مسوولينو سره کتنه او د دغه ولايت د امنيتي حالت څېړنه وبلله. اندرابي وويل چې له خلکو او له امنيتي مسوولينو سره له کتنې او د امنيتي چلنجونو له څېړنې او د ټولنې د سلامتيا له ساتنې وروسته د شپږو امنيتي حوزو د امرينو په ګډون د بلخ د پوليسو اته تنه جګپوړي مسوولين له دندوګوښه کړ. هغه د بلخ امنيه قوماندان ته هم خبردارى ورکړ که چېرې د دغه ولايت امنيتي حالت بدلون ونه کړي په راتلونکي څېړنه کې ګوښه کېږي. د کورنيو چارو د وزارت سرپرست په مزارشريف ښار کې له خلکو سره له نږدې خبرې وکړې او ويې ويل چې له امنيتي اودفاعي ځواکونو څخه د خلکو د ملاتړ روحيه د ستاينې وړ ده . اندرابي وويل چې د امنيتي حالت د ښه والي لپاره يولړ پروګرامونه ترلاس لاندې دي چې په نږدې راتلونکى کې د هېواد ټولې لارې خلاصې وي او ټول مجرمين دقانون مطابق نيول کېږي. د مزارشريف خلکو، امنيتي اودفاعي ځواکونو هم شارته څېرمه د وسله والو مخالفينو له شتون او له امنيتي حالت څخه شکايت کوي او له دولت او مسوولينو څخه يې وغوښتل چې د ملي پوليسو په سمبالولو او د خلکو د سراو مال د امنيت د تامينولو لپاره دې هلې ځلې وکړي . د بلخ والي محمد اسحق رهګذردغه ولايت ته د کورنيو چارو وزارت د سرپرست د سفر هرکلى وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې په امنيتي ځواکونو کې په بدلون سره امنيتي حالت په دغه ولايت کې ښه شي. د کورنيو چارو وزارت په داسې حال کې په بلخ کې په اصلاحاتو اوپه نويو امنيتي تدبيرونو اقدام وکړ چې ناامني د ښار لمنو ته رسيدلى دى اوخلک له بدوامنيتي شرايطو څخه اندېښنه لري. ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته