نړۍ

دافغانستان دامريکايي پوهنتون ازاد شوي استادان المان ته ورسېدل

-برلين /دلندې لومړى / باختر :
امريکايي ديپلوماتانو تاييد کړه چې دافغانستان دامريکايي پوهنتون دوه استادان له طالبانو سره له دريو کلونو اسارت وروسته دچارشنبې په شپه په المان کې دامريکايي پوځيانو هوايي اډې ته ورسېدل .
امريکايي  کيفين کنګ او استراليايي  تيموتي ويکس چې له انس حقاني او دطالبانو دډلې  له دوو نورو جګپوړو غړو سره تبادله شول ديوې مودې لپاره به  ( دارزونې اوبيا ادغام )  لپاره دغې اډې ته څېرمه وساتل شي .
دافغانستان  دامريکايي پوهنتون دغه دوه استادان په  ٢٠١٦ کال کې له کابل څخه تښتول شوي وو .
په المان کې دامريکا سفير ريچارد ګرينل دفاکس نيوز خبري شبکې ته وويل چې له کنګ او ويکس  سره يې کتلي  دي.
هغه ددغو اسيرانو تبادله ( دديپلوماسي قدرت ) وباله او دافغانستان له حکومت  څخه يې دهغه رول لپاره چې په دې بهير  کې يې ولوباوه ، مننه وکړه.
دامريکا جمهور رييس دونالد ترامپ هم ددغې موضوع له پلوه دافغانستان له جمهور رييس محمد اشرف غني څخه مننه کړې ده .
له بلې  خوا قطر هم ددغواستادانودازادى  هرکلى کړى دى . او ويلي يې  دي چې په دې کار کې  يې اغيزمن رول درلود .
ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته