ښوونه او روزنه

د لیسانس په کچه د هندوستان د تحصیلي بورسونو خبرتیا

کابل/ د زمرِي ۵ مه / باختر

د بهرنیو چارو محترم وزارت د ۱۳۹۹ زمري (اسد) ۲۴ نیټې (۶۴۲۳) نمبر مکتوب په اساس د هندوستان هیواد د لیسانس په کچه د , یوروفیډیا، یوګا، طبیعي او یوناني علاج او طب په څانګو کې د تحصیلي بورسونو له ورکړي څخه خبر ورکړی دی. او د لوړو زده کړو وزارت د مقام د لارښونې سره سم په آزاده بڼه اعلان ته سپارل کیږي

د بورسونو شرطونه:

له انګلیسي ژبې سره بلدیت

دwww.a2ascholarships.iccr.gov.in A2A ICCR   ویب سایټ سره سم د غوښتني او روغتیا فورمونه چمتو کول.

د تګ را تګ ټیکټ کیدای شي د بورسونو ورکونکي مرجع په غاړه وي.

نورې آسانتیاوې لکه فیس، لیلیه، لابراتوار او نور د بورسونو ورکونکي مرجع له اړخه ورکول کیږي.

نوماندان کولای شي چې د دریو پوهنتونو/ انستیتوتونو څخه یو وټاکي چې له قبولي څخه وروسته بیا د تبدیلۍ حق نلري

تدریس به په انګلیسې یا اردو وي.

د لیسانس دورې متقاضیانو د نمرو سلنه باید له ۷۰ څخه کمه نه وي.

د اړتیا وړ سندونه:

د ښوونځي شهادتنامه

الیکټرونیکي پاسپورټ درلودل

د تابعیت تذکیره

د روغتیایې فورم بشپړول

بناءً ټولو په شرایطو برابرو کسانو ته خبر ورکول کیږي چې ددې خبرتیا له خپریدو سره سم د ۲۰۲۰ د جولای ۳۱ چې د ۱۳۹۹ زمري(اسد) ۱۰ نیټې څخه تر دمخه په www.a2ascholarships.iccr.gov.in  ویب سایټ کې نوم لیکنه وکړي، فورم یې پرنټ کړي او د اړوندو بورسونو نورو فورمونو د تر لاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ نمبر غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره مراجعه وکړي، البته له دغې خبرتیا سره دری پاڼې ضمیمه هم شته دی.

یادښت: د پورته ذکر شوي بورسونو د ضمیمو ترلاسه کولو لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ:

https://mohe.gov.af/dr/%D8%A7%D8%B7%D9%84%D8%A7%D8%B9%DB%8C%D9%87-%D8%A8%D9%88%D8%B1%D8%B3%DB%8C%D9%87-%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D8%AA%D8%AD%D8%B5%DB%8C%D9%84%DB%8C-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%D9%87%D9%86%D8%AF%D9%88%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%D9%85%D9%82%D8%B7%D8%B9-%D9%84%DB%8C%D8%B3%D8%A7%D9%86%D8%B3

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته