خبرونهاقتصادټولنه

په لغمان کې ۲۴۱۵ مېوه لروونکي بڼونه جوړ شوي دي

کابل/ د وري ۳ مه/ باختر

د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې دغه ولایت کې ۲۴۱۵ مېوه لروونکي بڼونه جوړ شوي دي.

افغانستان د نړۍ له کرنیزو هېوادونو څخه دی، چې ‌ډېری وګړي یې په کرنه او بڼوالۍ بوخت دي، چې مېوې او سابه( ترکارۍ) یې یو له مهمو حاصلاتو څخه شمېرل کیږي.

د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن باختر اژانس ته وویل چې لغمان یو زراعتي ولایت دی او کافي اندازه اوبه لري.

په خبره یې په دغه ولایت کې ۲۴۱۵ شفتالو، د مالټو، لیمو، زردالو، املوک، کینو بڼونه جوړ شوي دي.

محسن زیاتوي چې د دغو بڼونو په جوړولو سره د خلکو اقتصادي ژوند ښه شوی دی. هغه وايي چې بڼوالو سره یې د کیمیاوي سرو، اصلاح شویو تخمونو او وسایلو مرسته هم کړې ده.

نوموړي وايي چې له کرنې ریاست سره موسسې مرسته کوي، خو د دوی مرستې بسنه نه کوي. هغه پر بهرنیو موسسو غږ وکړ چې خپلې مرستې ډېرې کړي چې دوی وکولای شي بزګرانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

بارکزی

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته