کابل باختر دثور ٢٦ مه :
شل تنه وسله وال طالبان پرون په غزني ولايت کې ووژل شول .
دغزني دامنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دغزني ولايت د مرکز په ارزو اوشاليز سيمو کې دهوايي بريدونو له امله ووژل شول .
سيرت زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دطالبانو درې موټرسايکلونه، يو ٨٢ يو ميل توپ او يوه داشکه هم له منځه تللې ده .
ده زياته کړه چې دغه بريدونه دهغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې دغزني _ ښرنې دلوي لارې دپاکولو په موخه پيل شوي دي تراوسه پورې هم دوام لري .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ