
کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د بلخ سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز مزار شریف ښار په حیرتانو ښارګوټي کې د کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په دغه پېښه کې ۵ تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
لمر