ټولنه

دعالمانو دسراسري شورا رييس : عالمان دې بايد دمنبرونوله لارې دفسادپرضد مبارزه وکړي .

کابل باختر د زمري شپږمه : دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا رييس وايي عالمان دې بايد دجوماتونو دمنبرونوله لارې دفساد پرضد مبارزه وکړي او فساد يې دټولو ستونزو او په هېواد کې دجګړې او ناامنۍ عامل وباله . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا رييس مولوي قيام الدين کشاف په هغه کنفرانس کې چې داداري فساد پرضد دمنبر غږ تر عنوان لاندې دارشاد حج او اوقافو وزارت ، لوى څارنوالى او دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا له خوا نن په کابل کې جوړشوى و ، خبرې کولې وويل : دافغانستان عالمان دې بايد دمنبرونو له لارې داداري فساد پرخلاف جدي مبارزه وکړي . ځکه دمنبرونو له لارې په ارشاد سره کولاى شو ټولنه اصلاح کړو او منبرونه دبلې هرې پديدې په نسبت په ټولنې خپله اغيزه لري . ده دغه ر از اداري فساد په هېواد کې دجګړې دسختوالي عامل وباله . وروسته دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا غړي مولوي محمد قاسم حليمي خبرې وکړې او ويې ويل چې اداري فساد په هېواد کې يوه کرغيړنه پديده ده او يوزيات شمير ادارې په دې منفي پديدې ککړې دي او عالمان مسووليت لري چې دمنبرونو له لارې دهغى پرضد مبارزه وکړي او لازمه ده چې ټول عالمان په صراحت او وضاحت سره دمنبرونو له لارې دفساد پرضد تبليغ وکړي . لوى څارنوال محمد فريد حميدي په دې غونډه کې دخبرو په ترڅ کې وويل په فساد سره دسولې ټينګښت ناشونى دى ځکه فساد ددې ملت جرړې وچوي او له منځه وړي . ده وويل دخلکو ملاتړ او دعاملانو همکاري کولاى شي موږ په دې قادر کړي چې دفساد دپديدې په وړاندې جدي اغيزمنه او دوامداره مبارزه ولرو . حميدي زياته کړه چې داداري فساد دمجرا اوسرچينو وچول دمنبرونو او ددې هېواد دعالمانو دارادې له لارې امکان لري ځکه منبرونه دټولنې په اصلاح کولو کې کليدي رو لري او عالمان هم دهغو کسانو په توګه چې دخلکو ترمنځ ځانګړي دريځ لري او غْږ يې اوريدل کېږي ، دټولنې په اصلاح کولو کې اغيزمن رول لري . دلوى څارنوال په خبره دعالمانو خبرې او لارښوونې ددې سبب کېږي چې خلک دفساد لورې ته لاړ نه شي . لوى څارنوال ټينګار کوي موږ په ژمنتوب او قاطعيت سره له توپير او امتياز پرته له فساد سره مبارزه کوو او هڅه کوو چې دعالمانو په همکارى اودخلکو په ملاتړ ددغې کرغيړنې پديدې جرړې له بيخه وباسو تر څو په ټولنه کې قانون واکمن شي . ده زياته کړه چې بې وزلي ، وزګارتيا ، جګړه ، ناامني او په نشه يي توکو روږديتوب له فساد سره تغذيه کېږي ددې کنفرانس کار سبا هم دوام مومي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته