
کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر
د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د ٢٢٠ ميليونو افغانيو په لګښت یې د سړک رغونې ٢٢ پروژو عملي چارې پيل کړې دي.
د مزارشریف ښاروال مولوي نقیبالله طارق د باختر آژانس خبریال ته وويل، چې دغه ښاروالۍ له خپلوعوایدو څخه د ۲۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د سړک رغونې د ٢٢ پروژو عملي چارې پيل کړې دي.
د یادوني وړ ده، چې یادې پروژې د دغه ښار په ۱۲ ناحیو کې پلې کېږي، چې په دې سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
ص