
کابل، د لیندی ۷ مه، باختر
د بلخ ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د پونبې د پروسس یوه کارخانه جوړه شوې، چې څه د پاسه ۵۰ تنو ته په کې د کارزمینه برابره شوې ده.
د عبدالقادراحمدزي شرکت مسوول محمد اکرم ابراهیمی وايي چې د افغانستان اسلامي امارت له بریا وروسته د هېواد په ټولو سیموکې د پانګونې زمینه برابره شوې او له ټولو سوداګرو غواړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او ځوانانوته د کارزمینه برابره کړي.
د یادونې وړده، چې د افغانستان اسلامي امارت له بریا څخه تراوسه سوداګرو ته د پانګونې زمینه برابره شوې ده.
جهانیار