ټولنه

په غزني کې ديوه ښوونځي ودانى جوړېږي .

کابل / دتلې ١٥مه /باختر :
په غزني کې پرون ديوه ښوونځي دودانى کار پيل شو .
دغزني دپوهنې رياست تدريسي مرستيال رعنا نجمي  دباختراژانس سيمه ييز خبريال  ته وويل چې، د ولي عصردنجونودليسې دالحاقيې ودانى، دپوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د٨ ميليونو ٥٠٠ زرو افغانيو په لګښت دغزني مرکز دخاک غريبانو په کلي کې  په يو پوړ کې په پاخه او اساسي توګه جوړېږي
هغه زياته کړه چې په دغې ودانۍ کې دولس درسي  ، دوه اداري خونې، تشنابونه او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي .
هغه زياته کړه چې ددغې ودانى په جوړېدو سره  ٨٠٠ زده کوونکو ته دزده کړې  مناسبه فضا برابرېږي .
ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته