(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

په بلخ کې د ۹۰ میلیونو افغانیو په لګښت د پنبې د پروسیس یوې کارخونې فعالیت پیل کړ

کابل، د وږي ۲۴مه، باختر
په بلخ ولايت کې د ۹۰ ميليونو افغانیو په لګښت د فيض محمد يوسفزي په نوم د پنبې د پروسس یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ.
د یادې کارخونې د پرانیستلو پرمهال د بلخ ولايت مقام د دفتر رييس مولوي سلطان محمد سعيد، د بلخ د بهرنيو چارؤ رييس مولوي امين الله، د ولایت د بشري سرچينو او پراختيا رييس مومنيار، د کانونو او پټرولیم رییس امام الدين سنايي زاده، د بلخ ولايت د کار او ټولنيزو چارو رییس مفتي نصير احمد ابوخالد يو شمېر مسوولينو او ګڼ شمېر ولسي خلکو ګډون کړی و.
پیل کې د د دغه ولایت د صنایعو او کانونو رییس امام الدين سنايي زاده د صنعت په برخه کې لوی ګام ياد کړ او ویې ویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت کارانو څخه په کلکه ملاتړ کوي.
ورته مهال د بلخ ولايت مقام د دفتر رييس مولوي سلطان محمد سعيد د دغه کارخونې په جوړېدو خوښي وښوده او د بلخ ولايت مقام په استازيتوب يې ټولو سوداګرو او پانګوالو څخه غوښتنه وکړه چې په خپل هېواد کې پانګه اچونه وکړي.
د بلخ ولايت د کار او ټولنيزو چارو رییس مفتي نصير احمد ابوخالد به بهر مېشتو سوداګرو څخه غوښتنه وکړه چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
نوموړي دغه راز د دغه کارخونې جوړول د کارموندنې او پنبې لپاره د بازار موندنې په برخه کې مهم ګام یاد کړ.
د يادونې وړ ده چې په بلخ ولايت کې تر لسو ډېرې کارخونې د پنبې د پروسس په برخه کې فعالې دي او په زرګونو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا