خبرونهاقتصادTOP

په بلخ کې د ۹ میلیونو افغانیو په لګښت یو سړک جوړ شو

کابل، د سلواغۍ ۱۷ مه، باختر

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې په یاده ولسوالۍ کې د ۹ میلیونه افغانۍ په لګښت یو سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بلخ ولسوالۍ ښاروال مولوي قمرالدین ابو جواد وویل، چې په یاده ولسوالۍ کې یو سړک د یو کیلو متر په اوږدوالي د ۹ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

ورته مهال د بلخ ولسوال جلال الدین جلالي د بلخ ولسوالۍ د ښاروالۍ د مسوولینو نه ستړې کېدونکو هلو ځلو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې ټولنیزو خدمتونو ته د لاسرسی د خلکو اساسي حق وباله او له خلکو سره یې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د بلخ ولسوالۍ په کچه څلور پرمختیايي پروژو چارې دوام لري، چې درې پروژې یې د بلخ ولسوالۍ د ښاروالۍ له بودجې څخه تمویلېږي.

جهانیار

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا