سیاست

حامد کرزي د سولې د عالي شورا له واکمن هيئت سره وکتل

 کابل – باختر د چنګاښ د مياشتې ١٨ مه
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د عالي شورا له له واکمن هيئت سره چې د حاجی دین محمد په مشرۍ پاکستان ته د طالبانو له تحریک سره د سولې د خبرو لپاره دغه هېواد ته تللی و؛ د خپل کار په دفترکې وکتل.
د پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دغه هيئت له طالبانو سره د خپلو خبرو په هکله حامد کرزي ته معلومات ورکړل او هیله یې څرګنده کړه چې د سولې دغه خبرې اترې به مثبتې پایلې له ځانه سره ولري او د هېواد په ګټه به وي.
حامد کرزي د دغو خبرو د تائید ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې ښکيل لوري په افغانستان کې له نظامي عملیاتو څخه ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته