روغتیا

په هرات کې دپوليو دنوې پيښې ثبت .

کابل باختر د زمري  اتمه :
روغتيايي مسوولين دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دپوليو  ديوې مثبتې پيښې  دثبت له امله انديښنه څرګندوي .
دهرات ولايت دعامې روغتيا رياست سرپرست ډاکتر محمد اصف کبير وايي دپوليو دغه پيښه په يوې يوه کلنې نجلۍ پورې اړه لري  چې دشينډنډ ولسوالۍ په امارت کلي کې ثبت شوې ده .
ډاکتر کبير څرګنده کړه له څو ورځنيو  تحقيقاتو او څيړنو وروسته تثبيته شوه چې دغه نجلۍ دپوليو يا دماشومانو دفلج په ناروغۍ اخته ده .
دهرات ولايت دعامې روغتيا رياست سرپرست د باختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې پيښې دڅيړنې د ټيم له نظر  وروسته به دوى په مشکوکو ساحوکې دماشومانو دګوزڼ  دناروغۍ  پرخلاف دواکسين دتطبيق دکمپاين د اجرا کولو تصميم ونيسي .
مخکې له دې دافغانستان په لويديځ کې دفراه ولايت يواځنۍ ولايت و چې دپوليو مثبتې پيښې  پکې ثبتې شوې وې .
روغتيايي مسوولين  وايي چې دغه ويروس دخولې يا دپزې له لارې بدن ته داخليږي او په ستونې اويا دهاضمي  دجهاز له لارې تکثير کيږي او دوينې له لارې په ټول بدن کې خپريږي .
بدن ته دويروس  دداخليدو له وخت څخه دناروغۍ د نښو نښانو تر پيداکيدو پورې له پنځو څخه تر پنځه ديرشو ورځو پورې او په لنډ مهال کې له اوو څخه تر څوارلسو  ورځو پورې  دوام کوي .
دماشومانو  دفلج  دناروغۍ پرخلاف دواکسين نه تطبيق له هغو کسانو سره اړيکې چې په دغې ناروغۍ  اخته دي  له يوه ورځې   څخه تر لسو  ورځو پورې  تبه ، دستونې درد ، کانګې  ستړتيا او دبدن دعضلاتو درد ددغې ناروغۍ مهمې نښې  نښانې بللې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته