کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٩ :
د سالنګونو لويه لاره چې کابل له شمال او شمال لويديځ سره نښلوي د واورې داورښت او د سختو توپانونو له امله د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
په دې لويه لاره کې د واورې اورښت له پرون سهارڅخه پيل او تراوسه پورې دوام لري.
دسالنګونو دساتنې او څارنې مسوولين وايي ؛ چې دوى د تيرې شپې له پيل څخه داحتمالي خطرونو دموجوديت په خاطر دغه لاره يې دترافيکو پرمخ تړلې ده او بار وړونکي او دسپرليوليږدونکي وسايط يې له زيانمونکو سيمو څخه د واورې ښوئيدنې په دليل ليږدولي دي.
دسالنګونو په ځينو برخو کې د واورې پريړوالى يو مترو ته رسيږي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئيس جنرال رجب باختر آژانس ته وويل : چې دوى به د توپان د چليدو په کميدو او د واورې داورښت په دريدو سره دغه لويه لاره بيرته دترافيکو پرمخ پرانيزي.
ده وويل : اوس د واورې اورښت دوام لري اودتوپان دچليدو له امله د ليدنې ساحه کمه کړې ده.
ويل کيږي چې په دې لويه لاره کې د واورې د ښوئيدني احتمال شته .
جنرال رجب له سپرليو څخه وغوښتل ترڅوپورې چې دوى خلکو ته د واورې د اورښت اود توپان دچليدو دکمښت په باب خبر نه وي ورکړى ، په دې لاره کې دې د تګ راتګ هڅه ونه کړي.
0 1 دقیقه لوستل