امنیت

يو ملا امام له طالبانو سره د اړيکې په تور ونيول شو

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٠
د ملي امنيت مامورينو نن د بدخشان ولايت په بهارک ولسوالۍ کې د جومات يو ملا امام د ماين جوړولو په تور ونيوه.
د بدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ د آمنيت آمر سمونوال سخيداد حيدري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د بهارک ولسوالۍ د فراغ دښتې د جومات ملا امام مولوي حفيظ الله چې په ماين جوړولوکې خاص مهارت لري؛ د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شو.
حيدري زياته کړه: مولوي حفيظ الله نيول شوى او تر تحقيق او پوښتنې لاندې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته