ټولنه

ډاکتر کمال سادات : ځوانان په بېلابېلو برخو کې دافغانستان خلکو ته په خدمت بوخت دي .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معين  ډاکتر کمال سادات دامريکا په متحده ايالاتو کې له سناتور ريچارد بلومينتل سره په کتنه کې دافغانستان دځوانانو په باب وويل  چې دافغانستان  ځوانان په بېلابېلو اړخونو کې پرمختګ کړى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  په دې کتنه کې  دځوانانو دچارو معين دغه راز وويل  چې  ځوانان  دافغانستان په بېلابېلو ادارو کې  په کار بوخت دي او ددې تر څنګ په عصري تکنالوژى هم واکمن دي .
  دده دڅرګندونوله مخې ، دوى کولاى شي په نورو  هېوادونو کې هم کار وکړي .
ډاکتر سادات زياته کړه چې دافغانستان جمهور رييس  ځوانانو ته زياته پاملرنه کوي او په هېواد کې  دکابينې  زياتره غړي ، واليان ، سفيران او معينان  ځوانان دي .
وروسته  سناتور  ريچارد بلومينتل  وويل  چې دافغانستان ځوانان  زيارکښ دي  او کولاى شي  په هره برخه کې  خپل هېواد ته خدمت وکړي .
دغه امريکايي سناتور له   ٢٠١١ کال راپديخوا  دامريکا دسنا مجلس  غړيتوب لري .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته