خبرونهروغتیا

په هېواد کې د کروناویروس ۱۰۲ نوې پېښې ثبت شوې

۳۴- کابل / د مرغومي ۱۵ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کروناويروس د ۱۰۲ نويو پېښو د ثبت خبر ورکړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کروناویروس د ۱۰۲ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۳ زرو ۱۱ ته ورسېد.
دغه راز په ياده موده کې د ۸ تنو په مړینې سره د کووېډ-١٩ ناروغۍ د قربانیانو شمېر ۲ زرو ۲۳۷ او د روغ شویو کسانو شمېر ۴۲ زرو ۵۳۰ ته رسېدلی دی.
ويل کېږي په داسې حال کې چې د کروناويروس لومړى ډول لا هم قرباني اخلي، د دغه ويروس دويم ډول چې په انګليسي کرونا مشهوره ده، ګاونډيو هېوادونو ته رسېدلې او د وزارت د وياند مرستياله معصومه جعفري وايي چې د کرونا دويم ډول د خطرناک والي د اندازې په اړه تراوسه اطلاعات نه دي ترلاسه شوی.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته