کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
دفيروز کوه په انسټيټوټ کې دشموليت د نهمې دورې آزموينه پرون واخستل شوه.
په دې ازموينه کې دليسو د دولسمو ټولګيو څه دپاسه درې سوه ديرشو تنو فارغانو ګډون کړى وو.
ددغه انسټيټوټ رييس خليلي باختر آژانس ته وويل : په دغه انسټيټوټ کې دخطاطۍ ، ميناتورۍ ، سراميک ، حکاکۍ اوزرګرۍ په ګډون اصيل وطني هنرونه لوستل کيږي.
د فيروز کوه انسټيټوټ د امريکا ، کانادا ، بريتانيا ، هندوستان او دعربي هيوادونو په مالي ملاتړ فعال شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ