Uncategorized

په بلخ کې هره ورځ ٣٥ زره ليتره شيدې بسته بندي کېږي

کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
د بلخ د کرنې او اوبو لګولورييس وايي چې هره ورځ په دغه ولايت کې ٣٥زره شيدې بسته بندي کېږي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د بلخ د کرنې او اوبو لګولو رييس محمد سالم سعيد وايي چې هره ورځ څه د پاسه ٣٥ زره ليتره شيدې په فارمونو اود بسته بندى په مرکزونوکې راټول او له هغه څخه مستې، تروې، چکه، کوچ ، او پنير جوړېږي او د لبنياتو د پلورنې په دوکانونو اوتجارتي مرکزونوکې پلورل کېږي.
د بلخ يوشمېر مالداران له دولت څخه غواړي چې د موجودو فارمونو تخنيکي ملاتړ وکړي او د خصوصي برخو په هڅونې سره د شېدو د بسته بندى اوتوليد فارمونه زيات کړي.
د څړځايونو احيا کول او مالدارانو ته د ژمي د وښو برابرول او د شېدې ورکوونکو څارويو د نسل اصلاح کول د بلخ د مالدارانو نورې غوښتنې دي. ختم- ج -اکرم

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا