امنیت

هغه سړى ونيول شوچې د فراه ښار د مرکز د جامع جومات خطيب يې ترورکړى و

_  کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
هغه سړى چې د فراه ښار د مرکزي جامع جومات خطيب يې ترورکړى و؛ دملي امنيت دځواکونوله خوا ونيول شو.
دفراه و لايت د ملي امنيت د رياست يوه خبرځاى د باخترآژانس خبريال ته وويل: تروريست عبدالحميد چې په  زياترو ورانکارو او تروريستي فعاليتونوکې يې لاس درلود؛ دفراه ولايت  دملي امنيت دځواکونوله خوا ونيول شو.
دغه سړي څه موده مخکې دفراه ښار دمرکزي جامع جومات خطيب ددغه ښار په مربوطاتوکې ترورکړى و.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دملي امنيت ځواکونو تروريست عبدالحميد دفراه ولايت دپشت رود ولسوالۍ په مربوطاتوکې ديو لړ عملياتو په بهيرکې ونيوه.
نيول شوي سړي دفراه ښار دجامع جومات دخطيب دترور په باب په خپل جرم اعتراف کړى دى او پيښه څيړل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته