سیاست

دملي امنیت سلاکار: پارلماني نظارت او ملاتړ د ځواکونو د پیاوړتیا سبب کېږي

کابل/ د ليندۍ ٤مه/باختر
دملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي چې د پارلمان د ښه نظارت او ملاتړ له لارې کېدلای شي د وسله والو ځواکونو چارې لا ښې او پیاوړې شي.
د ملي امنيت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
نوموړي په دې برخه کې د مشرانو جرګې رول لا مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې جرګه په تېره بیا د خلکو د ملاتړ په جلبولو کې لا ډېر رول لوبولى شي.
د مشرانو جرګې له امنیتي او دفاعي کمېسیون سره په کتنه کې دملي امنیت سلاکار وویل چې سناتورانو تل په کابل او آن ډېر لرې پرتو سیمو کې د وسله والو ځواکونو د څارنې او ملاتړ لپاره کار کړی چې باید درناوی یې وشي.
د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون رييس او غړو ټینګار وکړ چې د نظام په تېره بیا وسله والو ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوي او هڅه یې داده چې په سیمو کې د امنیت د لا ښه والي لپاره خپل اړوند نظریات او مشورې ورسره شریکې کړي.
دوی وویل چې اړینه ده امنیتي ځواکونه ښه وروزل شي، تجهیز او ملاتړ وشي چې د خپلو خلکو او خاورې دفاع وکولای شي.
د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې اغېزمن کارونه پیل شوي او حالت تر پخوا ډېر ښه شوی دی.
هغه وویل چې دا مهال زموږ ځواکونه په یوازېتوب د هېواد په هره سیمه کې فعالیت او عملیات کولای شي او له دښمنه یې ددې توان اخیستی چې سیمې دې ونیسي یا سترو موخو ته ورسېږي.
پاى-ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته