ټولنه

په تخارکې د دوو پروژو د جوړولوکار پيل شو

کابل باختر دتلي يوولسمه :
په تخار ولايت کې د دوو پرمختيايي پروژو د بنسټ ډبرې پرون د دغه ولايت  د مقاماتو له خوا کيښودلې شوې .
د تالقانو له ښارڅخه دباختر آژانس خبريال خبر راکړ:
په دغو پروژوکې د تالقانو ښاروالۍ د کلوپ د ودانۍ او د يوه ښوونځي د انګړ د ديوال جوړول شامل دي چې د تخار ولايت له بودجې څخه د دوو مليونو په لګښت  جوړيږي .
په هغې غونډه کې د دغو پروژو د بنسټ د ډبرو د ايښودلو په مقصد جوړه شوې وه؛ د ولايت مرستيال محمد فريد ذکي او د يوشمېر دولتي ادارو رييسانو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته