امنیت

دوه تنکي ځوانان د ځانمرګي بريد له ترسره کولو مخکې ونيول شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د داعش د ډلې غړي چې په کابل ښارکې يې د ځانمرګي بريد نيت درلود؛ ونيول .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د داعش په ډلې پورې اړوند د جليل احمد او حامد په نومونو دوه تنکي ځوانان چې ټاکل شوې وه د ځانمرګو بريدونو او چاودنو د لارو چارو د زده کړې په مقصد د ننګرهار ولايت ته وليږدول شي؛ د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا ونيول شول.
نيول شويوکسانو اعتراف کړى دى چې د داعش د ډلې د تبليغاتي مسوول ملاعبدالطيف په واسطه د هرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې د داعش تروريستي ډلې ته جذب شوى و.
د افغانستان د خلکو دښمنان په دې لټه کې دي چې د تنکيو ځوانانو له پاکو عواطفو څخه استفاده وکړي او هغوى په درواغجنو ژمنو سره ډوکه کړي او د هغوى په واسطه د افغانستان په ديندارو او مظلوموخلکو تروريستي او چاوديدونکي بريدونه ترسره کړي.
د ملي امنيت لوى رياست له ټولو ګرانو ميندو، پلرونو، لويانو او ديني عالمانو څخه هيله کوي چې ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته سمه لارښونه وکړي چې د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو له خوا ونه غوليږي او له تروريستي ډلو سره يوځاى نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته