امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر دثور دري ويشتمه :
په غزني ولايت  کې نن دافغان امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه عمليات دغزني ولايت دګيلان ولسوالۍ دتوت اودبختيار په کليوکې ترسره شول.
د٢٠٣تندر قول اردو ديومسوول نظيف الله  باختراژانس ته وويل،  په دغو عملياتو کې  دطالبانو يوه اندازه  جنګي وسايل او تجهيزات ترلاسه شوي دي  .
ددغو عملياتو په بهير کې يو وسله وال طالب  ټپي شوى چې  دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته