
کابل، د غبرګولي ١٨مه، باختر
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې ٣ مېرمنې له یوه کور څخه د سرو زرو د غلا په تور نیولې دي.
د دغه ولایت د لويې لارې د امنيت آمر مولوي جمال الدين وهاج د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې دغه ٣ ښځې يې د مارمل ولسوالۍ له مربوطاتو څخه نيولي، چې د خپل نارينه ملګري په مرسته یې له مزارشريف ښار څخه له يوې کورنۍ د ٤٥ زره امريکايي ډالرو په ارزښت سره زر غلا کړي وو.
همایون پوپل د خپلې مېرمنې د زیوراتو د سپارلو پرمهال له امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې پر وخت اقدام کوي.
د بلخ پولیسو د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې، چې يوازې په دې وروستيو ورځو کې د جنايي جرمونو په تړاو ١٥ تنه نيول شوي دي.
لمر