سیاست

دانتخاباتو خپلواک کميسيون : دتذکرو په کاپي دچسپ يا استيکر لګول نور مشروعيت نه لري .

کابل باختر دثور  ٢٩:
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولانو ويلي دي چې يواځې اصلي تذکرې دراى ورکوونکو دنوم ليکنې لپاره اعتبار لري  اوله دې وروسته دتذکرو  په کاپي دچسپ  يا ستيکر  لګول نور مشروعيت نه لري او دپخوا په شان به ستيکر  دپيژند پاڼو په اصل ولګول شي .
  داپه داسې حال کې ده چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولانو دغه تصميم دوګړوداحوالو دثبت دادارې د مسوولانو په ګډون په يوه  فوق العاده غونډه کې نيولى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې،  له هغه وروسته چې دانتخاباتو خپلواک کميسيون دراى ورکوونکو دنوم ليکنې لپاره دتذکرې په کاپي  دبرچسپ يا ستيکر  لګول  اعلام کړل   داکار له تندو غبرګونونوسره مخامخ شو  يوشمير کسان په دې باور دي چې دغه عمل په پارلماني انتخاباتو کې چې ټاکل شوې ده دروان کال دتلې په مياشت کې ترسره شي دتقلب زمينه برابروي .
په دې ترڅ کې داجراييه رييس او دهغه دکاري ټيم دريځ چې يو وخت دجمهور رييس محمد اشرف غني انتخاباتي سيال و دغه اقدام دانتخاباتو په چارو کې لاسوهنه تعبير کړه او په ډاګه يې خبردارى ورکړچې  هيڅوک دانتخاباتو دخپلواک کميسيون په کار کې  دلاسوهنې حق نه لري
له بلې خوا  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون يوې سابقه دارې  کارکوونکې او ددارالانشا سرپرستى شهلا حق  هم له دغه تصميم سره په مخالفت کې له خپل کار څخه ګوښه  شوه .
  دغه شان  غبرګونونو دانتخاباتو دکميسيون دنوي مشرتابه  اعتبار تر پوښتنې لاندې ونيوه
دغه راز دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددوو تنو مرستيالانو په ګډون ددغه کميسيون څلور تنه غړي دپيژندپاڼې په کاپي کې  دچسپ  له لګولو   سره مخالف و .
خو ددغه کميسيون رييس اويوبل غړى  دزياترو کميشنرانو  دپريکړې پرخلاف دپيژندپاڼې په کاپې کې دچسپ دلګولو تصميم ، انتخاباتو  دخپلواک کميسيون په ويب سايت کې اعلام کړ  خو اوس دانتخاباتو خپلواک کميسيون په دغه تصميم بيا کتنه کړې  ده او ويلي يې دي چې چسپ   به يواځې په اصلي تذکرو ولګول شي .
اوس وليدل شي چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددغو څلورو تنو کميشنرانو په ټينګار سره دتذکرو په نقل  کې چسپ  لګول يوه  تيروتنه او دانتخاباتو دقانون پرخلاف بلل شوى دى . 
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون غړې مليحې حسن  رسنيو ته ويلي دي چې دغه تصميم نور اعتبار نه لري او دنوې پريکړې  پربنسټ  هغو کسانو ته چې امنيتي انديښنې لري دپيژند پاڼې مثنى  ورکول کيږي
  په همدې حال کې دوګړو داحوالو دثبت دادارې وياند روح الله احمدزي ويلي دي په هغو کسانو چې امنيتي انديښنې لري دتذکرو مثنى ورکول کيږې او له  اصلي  پيژند پاڼې څځه يواځې دراي ورکولو  په ورځ کار اخستى شي .
داپه داسې حال کې ده چې دانتخاباتو خپلواک کميسيون اعلام کړى دى چې دراى ورکوونکو دنوم ليکنې دبهير له پيل څخه  تراوسه پورې په ټول  هېواد کې کابو دوو مليونو تنو نومونه ليکلي دي اوله څلورو ورځو راپديخوا په ولسواليو کې  هم دراى ورکوونکو دنوم ليکنې بهير پيل شوى دى خو دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون دځينو غړو  دڅرګندونو پربنسټ  لاتراوسه پورې دراى ورکوونکو دنوم ليکنې اساسي مواد پنځوسو ولسواليو ته نه دي  ليږدول شوي
دانتخاباتو په خپلواک کميسيون کې ځينومسوولانو ويلي دي چې دهېواد په درې ديرشو  ولسواليو کې دناامنۍ په  دليل  دراى ورکوونکو دنوم ليکنې  دوه سوه مرکزونه نه دي پرانستل شوي .
  ټاکل شوې ده پارلماني   او دولسواليو دشوراګانو انتخابات دروان کال دتلې دمياشتې په اته ويشتمه نيټه ترسره شي .
  ختم_  عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته