امنیت

دکابل په ده سبز کې نښته وشوه .

کابلباختردسرطان ٣
دکابل دپوليسو اوديوشمير وسله والو کسانو ترمنځ نښته کې چې دده سبز په ساحه کې ديو سړک دجوړولو مخه يې نيوله يوشمير کسا نو ته مرګ ژوبله واوښته.
عيني شا هدان وايي چې جګړه دده سبز په ولسوالۍ کې د تيلو يوه ټانک ته څيرمه ونښته.ځينې کسان وايي چې په دې نښته کې دولسي جرګې دغړى حاجى اله ګل مجاهد کسان لاس لري او دتيلو هغه ټانګ چې نښته پکې شوې ده د حاجى اله ګل په ورور پورې اړه لري .
خوحاجي الله ګل مجاهد له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه ادعا رد کړه چې ګنې هغو وسله والو کسانو چې نن له پوليسو سره نښته کړې ده په ده پورې اړه لري .
ده ټينګار وکړ چې پوليسو دسيمې له هغواوسيدونکو سره چې د نوى کابل په ساحه کې دخپلو حقوقو د اعاده کولو غوښتوونکي دي ،نښته کړې ده .
دپوليسو يوه غړى په سا حه کې وويل چې وسله وال کسان دولسي جرګې په يوه غړى پورې اړه لري اودنوى کابل دپراختيا د کارخنډګرځي .
حاجې الله ګلا ادعا کوي چې په ننني نښته کې دسيمې يو شمير اوسيدونکي وژل شوي او يوشمير نورټپيان شوي دي خودپوليسو خبرځايونو دغه ادعا نده تاييد کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته