کابل باختر دلړم دمياشتې ١ :
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت
ترمنځ
د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او ټینګښت په اړه
ګډه اعلامیه
د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهور رئیس ښاغلی حامد کرزی د تاجکستان دجمهور رئیس ښاغلي امام علي رحمان په بلنه، د یوه پلاوي په مشرۍ د ۱۳۹۲ کال د تلې په ۲۹ – ۳۰ چې د ۲۰۱۳ میلادي کال د اکتوبر له ۲۱ – ۲۲ سره سمون خوري، له تاجکستان څخه د یو رسمي سفر په ترڅ کې لیدنه وکړه.
په هغو کتونو کې چې د دواړو هېوادونو مشرانو د دوستانه او تفاهم په فضأ کې درلودلې، د دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو موضوعګانې تر څېړنې لاندې و نیولې.
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتمآب حامد کرزی او د تاجکستان جمهور رئیس عالي جناب امام علي رحمان :
– د دوستانه اړیکو او د همکاریو د نیت پر بنسټ، د ژبني، کلتوري، او تاریخي مشترکاتو پر بنا باندې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا جوړونکي او اغیزمن عوامل دي؛
– په سیاسي، اقتصادي، سوداګریز، کلتوري، امنیتي او نورو برخو کې د دوه اړخیز ګټې وړ د شونو پراخو اسانتیاوو څخه ګټې اخیستنې باندې په ټینګار سره؛
په لاندې ډول سره موافقې ته ورسېدل:
۱. د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریز او کلتوري لوړې کچې اړیکو څخه په رضایت سره، په ټولو برخو کې د همکاریو د اړیکو د لا پراختیا اړتیا باندې ټینګار وکړ.
۲. د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت د نړیوال حقوقو منل شویو اصولو او معیارونو او د ملګرو ملتونو منشور څخه ملاتړ باندې په ټینګار سره، په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د خپلو همکاریو د دوام لپاره چمتووالی څرګند کړ.
۳. د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو څخه وروسته په افغانستان کې د سولې او امنیت د تامینولو او اقتصادې ودې په موخه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې هر اړخیزو همکاریو د دوام اړتیا باندې ټینګار وکړ.
۴. د تاجکستان جمهوریت د افغانستان د سولې عالي شورا له فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او هیله څرګنده کړه چې نوموړي بنسټونه په افغانستان کې د سولې او ثبات او په ټولنه کې د اختلاف وړ مسئلو په حلولو کې مثبته، فعاله او رغوونکی رول ولوبوي.
۵. د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت د تروریزم، افراط پالنې، د مخدره توکو قاچاق، فراملي سازمان شويو جرمونو او د شته ګواښونو او ننګونو سره د مبارزې په برخه کې خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت د نړیوال تروریستي ډلو د فعالیتونو د ګواښونو زیاتوالي ته په پاملرنې سره د همکاریو تینګښت، د امنیتي، سرحدي او مخدره توکو سره د مبارزې اداراتو اړیکو او مشورو اهمیت باندې ټینګار وکړ.
۶. د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت به د سیاسي اړیکو د تینګښت او پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه په منظمه توګه سلاوې کوي.
۷. د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت له تاجکستان څخه افغانستان ته او له هغه ځایه ایران او پاکستان ته د بریښنا د لیږد د مزو له جوړولو څخه ملاتړ وکړ. په دې برخه کې چمتوالی څرګنده شوه چې د سنګتودې ۲ – پلخمري د بریښنا د لیږد کرښه په نږدۍ راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت د نړیوال او سیمه ییز تمویلوونکو اداراتو او مرستندویو هېوادونو په ملګرتیا سره له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د بریښنا د لېږد پروژې (CASA-1000) د پلي کېدو اړتیا باندې ټینګار وکړ.
په دې لار کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت د افغانستان د خاورې له لارې د ایران اسلامي جمهوریت د بریښنا له شبکې سره د تاجکستان جمهوریت د بریښنا شبکې نښلول، چې د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په برخه کې یو له مهمو اهدافو څخه شمېرل کېږي، ټینګار وکړ.
د افغانستان اسلامي جمهوریت له خپل خاورې څخه تاجکستان ته د ګاز د پایپلاین او د بریښنا د مزو له وړاندیز څخه ملاتړ وکړ.
۸ . د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سوداګرۍ پراختیا یې مهم ګڼلی، د خم راغي-جامرج بالا، شاهان – خواهان، کاکل – آی خانم او ایواج – کلدار په سیمو کې د سرحدي بازارونو او لارو د جوړولو او فعالولو اړتیا باندې ټینګار وکړ.
۹ . د افغانستان اسلامي جمهوریت او تاجکستان جمهوریت د دواړو هیوادونو د سیندونو د اوبو له ذخیرو نه د اغیزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې ، له ډلې نه یې د بریښنا انرژۍ د تولید او د للمي ځمکې د خړوبو په موخه، د نړیوالو قوانینو، دوه اړخیزې ګټې او د سیمه ییزې اغیزناکې او رغنده همکارۍ د چوکاټ په پام کې نیولو سره خپلو همکاریو ته پراختیا ورکوي.
۱۰ . د افغانستان اسلامي جمهوریت او تاجکستان جمهوریت د تاجکستان- افغانستان- ترکمنستان د اوسپنې لارې د جوړولو په هکله د افغانستان اسلامي جمهوریت، تاجکستان جمهوریت او ترکمنستان ترمنځ د تفاهم یاداښت پر بنسټ د آته مراد- آقینه- اندخوی- شبرغان- مزارشریف – کندز- شیرخان بندر- پنج پایان د اوسپنې خط دجوړولو د اساسي لارې په توګه په خپلې هوکړې ټینګار وکړ، هغه یې د سیمې د اقتصادي او سوداګرۍ په پراختیا کې د مهم عامل په توګه وارزوله.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او تاجکستان جمهوریت، د تاجکستان- ترکمنستان د بشکینت له لارې- کلدار- حیرتان- اسلام پنجه- کیلیف د اوسپنې لارو د لا زر نښلولو- د لا مساعدولو او کم لګښت په برخه کې هم خپل ملاتړ وکړ.
۱۱ . د افغانستان اسلامي جمهوریت او تاجکستان جمهوریت د شمال- سویل د ترانزیتي دهلیزونو د اهمیت په درکولو سره، چې د مرکزي آسیا هیوادونه د افغانستان او پاکستان له لارې د بحري بندرونو سره نښلوي، هلې ځلې کوي ترڅو د تاجکستان- افغانستان- پاکستان ترمنځ درې اړخیزه موافقه لیک په اړه خبرې اترې په نږدۍ راتلونکي کې پېل شي او د هغه د لاسلیک لپاره هڅې وشي.
۱۲ . د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت تاجکستان ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس سفر په ترڅ کې ( د بیمې په برخه کې د همکاریو، ماین پاکونې او بشر دوستانه او په سرحدي ورودي ځایونو کې د ضمیموي پروتوکول) د اسنادو له لاسلیک څخه، هرکلی کوي.
۱۳. د افغانستان اسلامی جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت د افغانستان او تاجکستان د اقتصادی، سوداګریز، تخنیکي، او فرهنګې همکاریو د ګډ کمیسیون فعالیت په مثبته توګه و ارزوله، پر وړاندې یې پریکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکو د تحکیم او تعمیق په موخه د دواړو هېوادونو د جمهور رئیسانو تر مشرۍ لاندې د دولتونو همکارۍ شورا د تاسیس موضوع د دواړو لوریو تر څېړنې لاندې راشي.
۱۴. د افغانستان اسلامی جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت د دوه اړخیز فرهنګي، پوهنتوني او علمي همکاریو د ودې او پراختیا غوښتونکي دي. په دې لار کې، په بېلابېلو تحصیلي څانګو کې افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په برخه کې د تاجکستان جمهوریت پرېکړه، د ستاينې وړ وګرځېد.
۱۵. د تاجکستان جمهوریت د افغانستان اسلامي جمهوریت د حکومت له تعقیبوونکي هڅو څخه په هېواد کې د اوږد مهاله سولې او ثبات د ټینګښت په اړه خپل ملاتړ باندې ټینګار وکړ، او یو ځل بیا یې د افغانستان د نظامي او امنیتي اداراتو د کارکوونکو د مهارتونو د بشپړولو په برخه کې چمتوالی څرګنده کړه.
۱۶. د افغانستان اسلامي جمهوریت او د تاجکستان جمهوریت په نړېواله کچه، لکه د ملګرو ملتونو، د اقتصادي همکاریو سازمان، د اسلامی همکاریو سازمان، د شانګهای د همکاریو سازمان او داسې نورو چوکاټونو کې د خپلو پراخو همکاریو لپاره چمتوالی څرګند کړ، او پر مهمو نړېوالو او سیمه ییزو مسئلو باندې د مشورې او د افکارو د تبادلې له لارې د خپلو دریځونو د همغږي پر اړتیا باندې ټینګار وکړ.
د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهور رئیس جلالتمآب حامد کرزي تاجکستان ته د خپل سفر د پایلو څخه د خوښي څرګندولو سربېره ، د تاجکستان جمهوریت د حکومت او خلکو څخه د غوره مېلمه پالنې او تود هرکلي څخه مننه وکړه او د تاجکستان جمهوریت جمهور رئیس ښاغلي امام علی رحمان څخه بلنه وکړه چې په یو مناسب فرصت کې د افغانستان اسلامی جمهوریت څخه په رسمي توګه لیدنه وکړي. یاده شوې بلنه د مننې سره ومنل شو چې نېټه به یې د ديپلوماتیکو کانالونو له لارې وټاکل شي.
دغه اعلامیه د ۱۳۹۲ هجري لمريز کال د تلې په ۲۹ چې د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر ۱۲ سره سمون خوري د دوشنبه په ښار کې په دوو نسخو کې په دري، پښتو او تاجکي ژبو چې ټول یې یو شان اعتبار لري، لاسلیک شوه.