ټولنه

د افغانستان د عالمانو سرتاسري شوری نن له غرمې مخکې خپلې نوبتي غونډې د دې شوری د رئیس قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ پیل کړ

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٩ :
د افغانستان د عالمانو سرتاسري شوری  نن له غرمې مخکې خپلې نوبتي  غونډې
د دې شوری د رئیس قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ پیل او د هېواد په روانو حالاتو او موضوعاتو یې هراړخیزې خبرې او بحثونه وکړل.
د هغو له جملې څخه په مسلمان ولس غږ وشو،  چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په عمومي ډول په ګډون کولو سره د الهي ارشاداتو او نبوي هدایاتو مطابق داسې چا ته رایه ورکړي، چې مسلمان، متقي، پرهېواد مین، د ملت خواخوږی ، په خپلو ژمنو وفا کوونکی، عادل، د مظلومانو ملګری، د سیاسي بصیرت ، اهلیت او لیاقت لرونکی وي ، ځکه رایه یو ستر امانت دی او باید اهل ته وسپارل شي.
مولوي کشاف دا هم  وویل چې د افغانستان د عالمانو شورا یوعلمي او دیني بنسټ دی ، چې دنده یې یوازې امربالمعروف او نهی عن المنکر ده   او په راتلونکو ټولټاکنو کې د هیچا ملاتړ او حمایت نه کوي  او نه هم د کوم نوماند  پر ضد موقف لري.
ده دا هم  وویل چې د شوری هر غړى په  انفرادي توګه کولای شي، چې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
شورا په افغانستان کې د روانو شخړو د پای ته رسیدو یوازینۍ لاره سوله او بین الافغاني خبرې اترې وګڼلې او په ښکېلو اړخونو یې یو ځل بیا غږ وکړ؛ چې  خپلمنځې اختلافات د تفاهم او مذاکراتو له لارې حل و فصل کړي او په دې هکله یې  د دوبۍ  په ښار کې د یو شمیر طالب مشرانو هغه دریځ وستایه ، چې د سولې د راوستلو په موخه یې هلې ځلې پیل کړي دي.
شورا په نړېوالې  ټولنې غږ وکړ، چې  د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او نافذه قوانینو درناوی وکړي، ځکه افغانستان یو خپلواک او اسلامي هېواد دی او دا حق لري چې په اړوندو چارو کې خپلې اسلامي او ملي ګټې په نظر کې ونیسي او د نافذه قوانینو په رڼا کې فیصلې وکړي.
شورا د قندهار ولایت  د جیدو عالمانو هغه وړاندیز چې په افغانستان کې دسولې او ثبات د ټینګښت په هکله د ښکېلو اړخونو څخه په کې د بین الافغانی مذاکراتو غوښتنه شوې؛ د تائید وړ وباله او د عالمانو د دغه اقدام څخه یې ملاتړيې وکړ. 
د شورا غونډې په راتلونکو ورځو کې هم دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته