ټولنه

په بغلان کې دسيلاو ځپلو ستونزې څيړل کيږي

کابل باختردثور دمياشتي دريمه :
له پيښوسره  دمبارزې دتياري دملي اداري ټيمونه دبغلان ولايت ددهنه غوري  ، بورکي ، نهرين  ،  دوشي  اودتاله اوبرفک په ولسواليو کې دسيلاوځپلو کورنيو داړتياو په څيړنې بوخت دي .
دبغلان ولايت له پيښو سره دمبارزې دملي اداري رييس محمديوسف کهزاد باخترا ژانس ته وويل  دغه ټيمونه   نن دغو ولسواليو ته روان شول  چې دسيلاونو له امله رامنځته شوي زيانونه وڅيړي  اوله مستحقو  کورنيو سره لازمې مرستې وکړي .
دبغلان ولايت سيمه ييزمقامات وايي ددغه ولايت په شپږوسيمو کې دسيلاونو دراوتلو له امله  اووه تنه وژل شوي  دي او درې تنه بي درکه  دي.
ددوى دڅرگندونوله مخې  په دې پيښه کې  دسردزيان سربيره داستوګنې سل کورونه ، پنځه ښوونځي ، داوبو په لسگونو بندونه  اوڅه دپاسه زر جريبه زراعتي ځمکه ويجاړه شوې اوڅه ناڅه  اووه سوه څاروي له منځه تللي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته