ټولنه

په خوست کې څه دپاسه ۱۹ کیلومتره سړک رغول کېږي

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١١مه
د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۸۱ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۹،۶ کیلو متره په اوږد والي سړک جوړېږي.
چارواکي وايي چې دغه سړک د پنځه متره سور په لرلو سره د نړیوال بانک په مالي لګښت رغول کېږي چې چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.
د خوست د والي مرستیال عبدالواحد پټان د باختر آژانس سیمه یيز خبریال ته وویل چې د دغه سړک په رغول کېدو سره به د سیمې د خلکو زیاتې ستونزې آوارې شي.
د یادونې وړ ده چې د موسی خېلو ولسوالۍ د خوست مرکز شمال ته په ۳۵ کیلو متری کې پرته ولسوالي ده چې په تېرو کالونو کې د امنیت د نه شتون له امله ورته د پام وړ کارونه نه دي شوي.
پای/وصال 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته