سیاست

د کابل په انټرکانټینانټل هوټل د خونړي برید په اړه د ملي امنیت د سلاکارمحمدحنيف اتمر پیغام

کابل باختر د سلواغې د مياشتې ١ مه
د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانو د کابل په انټرکانټینانټل هوټل کې پر ملکي وکړو د ټولو اسلامي او انساني ارزښتو خلاف وحشیانه ترهګریز برید وکړ.
ترهګرو، چې د تاوده جنګ په ډګر کې یې د لاسته راوړنو هیله له لاسه ورکړې، پر ملکي اهدافو بریدونه کوي او غواړي چې له دې لارې نړیوالو ته د خپلو وحشتونو د دوام پیغام ورسوي.
د افغانستان دولت او ولس د بل هر وخت په پرتله د ترهګرو پر وړاندې د کلکې مبارزې له امله د نړیوالو ملاتړ او باور تر لاسه کړی او زموږ ژمن ولس به د ترهګرو پر وړاندې خپلې پاکې مبارزې ته تر هغې دوام ورکوي چې زموږ په ګران هېواد کې د سولې او ثبات لمر نه وي راختلی.
پر انټر کانټینانټل هوټل د تیرې شپې دناځوانمردانه برید په کلکه ټکو غندم، له ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو په خاصه توګه د پولیسو له ځانګړو ځواکونو څخه ستاینه او قدرداني کوم، چې په ډیره زړورتیا، ځیرکتیا او مسلکیتوب سره یې د لسګونو ملکي وګړو ژوند وژغوره.
د پیښې د څرنګوالي په اړه دقیقه او هر اړخیزه څیړنې پیل شوي او خپلو ټوالو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې د ترهګرو خلاف د هېواد په ګوټ ګوټ کې نظامي عملیات پیل شوي او زموږ میړاني ځواکونه به دوی په هیڅ ځای کې خوندي پرینږدي.
د انټرکانټینانټال په پېښه کې خپلو شهیدو وطنوالو ته د فردوس جنت، د شهیدانو معززو کورنیو ته د جمیل صبر او ټپیانو ته دبيااوبشپړې روغتیا دعا کوم.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته