ميمنه باختردوري دمياشتې ٢٤ :
ديو ځوان سړي سر پرې کړاى شوى مړى نن دميمنې ښار دلومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د پوليسو لاسته ورغى .
دفارياب دوالي ويندوى جاويد بيدار دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه ځوان ديوې ريکشا چلوونکى و چې څلور ورځې مخکې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوى و.
دوالي دويندوى دڅرګندونوله مخې : د دغې وژنې علت تراوسه پورې معلوم نه دى خو ددغې پيښې په باب څيړنې پيل شوي دي .
دوه تنه چې د ځوان سړي دکورنۍ له خوا مشکوک کسان معرفي شوي دي نيول شوي او له هغوي څخه تحقيقات دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ