اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې درې ډالره لوړوالى راغلى دى

کابلباخترد وږي د مياشتې٦
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت درې ډالره لوړوالى راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢٨٣ ډالرو وړاندې کيدل، خو نن  په ١٢٨٦ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام سره زرکويټي په٢٥٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٠٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٨٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په ١٦٠٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته