
کابل، د زمري ۱۷مه، باختر
په بلخ کې د بې کیفيته توکو د مخنیوي کمېسیون له لوري د ۵ میاشتو په موده کې راټول کړل شوي ۱۰ ټنه تاریخ تېره او بې کیفته خوارکي توکي نن په مزار شریف ښار کې وسوځول شول.
د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي محمد متقي چې په دغه ولایت کې بې کیفته توکو د مخنیوي کمېسیون مشري هم په غاړه لري د یادو توکو د سوځولو پرمهال وویل، چې دغه کمېسیون د بلخ والي په لارښونه کار پیل کړی، چې د پنځو میاشتو په موده کې ۱۰ ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیرخوراکي توکي چې ۶۴ قلمه توکي په کې شامل دي راټول او وسوځول شول.
د يادونې وړ ده، چې د تاریخ تېره او بې کيفيته توکو د راټولولو کمېسيون د بلخ د والي د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ جوړ شوى، چې په کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رئيس د کمېسيون د مشر په توګه، د مزارشريف ښاروالۍ، عامې روغتيا، امنيه قومندانۍ، استيناف محکمې، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاستونه او صنغت او سوداګرۍ خونه په کې غړیتوب لري.