
کابل، د وري ۲۹مه، باختر
د بلخ امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې ۱۲ تنه د جوارګرۍ په تور نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري باختر آژانس ته وویل، چې دغه کسان پرون شپه د مزارشریف ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې نیول شوي دي.
وزیري زیاته کړه، چې له دغو کسانو څخه یوه اندازه پیسې او قمار وسایل هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر