سیاست

تبصره :

کابل باختردتلې د مياشتې  ٦  :
يو ملي پروګرام تر څو ورځو پورې خپل ځاى دهېوادوالۍ د ميثاق تر عنوان لاندې په يوبل پروګرام بدل کړ.
دغه پروګرام ددې ترڅنګ  چې دکليواقتصادي وده په ځان پسې ولري  کيداى شي دملي وحدت دحکومت ديوبل برياليتوب په نامه ونومول شي.
دباخترآژانس مفسر ليکي:
دهېوادوالۍ  دميثاق پروګرام په دې وروستيو وختو کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني په شتون دخلکو په غوښتنه او  وړانديز او د حکومت دژمنې  له مخې پرانيستل شو او دملي پيوستون دپروګرامونو ځاى يې ونيو.
دملي پيوستون پروګرام يوازينى ملي پروګرام بلل کيږي  چې لومړى  دپروژو په تطبيق کې دولسواکۍ په محور جوړ شو اودهېواد په ډيرو لرو پرتو سيمو کې کولاى شو دخلکو دضروري اړتياو په لرې کولو کې دهغه دپروژو ثمره  ووينو. په کليو او بانډو کې  دپيوستون ددغه پروګرام  دکار حاصل دټولنيزو مرکزونو ، روغتيايي مرکزونو، دښوونځيو دودانيو ، داوبو  او بريښنا رسولو دشبکو په  جوړولو ، داستنادي  ديوالونو او دکليوالي سړکونو په  جوړولو ، دسړکونو په پخولو ، د سړکونو په کريړ  اچولو او دژورو څاګانو په کيندلو کې دي .
په کليو، بانډو ، ولسواليو او آن دښارونو په مرکزونو کې دپيوستون ددغه پروګرام تطبيق  دلسګونو کليو ، کوڅو ، ولسواليو اودولايتونو دبيا جوړولو په کار کې دخلکو دمشارکت لپاره دفرصتونو برابرول دي.
اوس دغه پروګرام خپل ځاى دهېواد  والۍ دميثاق په پروګرام بدلوي .  هغه پروګرام  چې دکليو ، ولسواليو ، ولايتونو اوښارونو په انډوليزې ودې زيات متمرکز دى.
په همدې دليل دى چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رئيس ددغه پروګرام دپرانيستلو په مراسمو کې دپروژو په شفافيت په ټينګار سره وويل ؛  دخلکو او دولت غږ يو دى  او دغه پروګرام دښارونو او کليو ترمنځ دګډې  ژبې پيدا کول دي.
دهېوادوالۍ ميثاق که چېرې له يوې خوا خلک په خپل محور کې لري له بله پلوه ټول په ګډ چوکاټ کې يو موټي کوي  چې په صداقت اوشفافيت سره دهېوادوالۍ دميثاق دپروژو په تطبيق کې هڅه او هاند وکړي.
دافغانستان دکليو  او بانډو انډوليزې ودې ته پاملرنه په  حقيقت کې دهغو پراختيا او انکشاف ته  پاملرنه ده  ، انډوليزه وده او انکشاف ددې هېواد  په هر ګوټ کې چې ترسره کيږي اقتصادي  وده په  ځان پسې لري.
اقتصادي وده او په کليو اوبانډو کې دفرصتونو برابرول  ددې ترڅنګ په کليو او بانډو کې  دثبات او امنيت پيغام راوړونکي دي ، ددښمن دنفوذ مخه نيسي ، دسترو ښارونو په مرکزونو کې ګڼه ګوڼه کموي  ،دهېواد په ډيرو سترو ښارونو او کابل کې  له اندازې څخه زيات د وګړو شميرته په پاملرنې سره ويلى شو  چې  زياتره کليوالي اوسيدونکي د نا امنۍ  په دليل اويا  د کارد نشتوالي له امله  له خپلو کليو څخه وتلي دي او ښارونو ته يې مخه کړې ده ، په کليو او بانډو کې دسيلاونو راوتولو ،  په سترو ښارونو کې  دښاري خدمتونو دوړاندې کولو فرصتونه محدود کړي دي  او ښاري اوسيدونکو ته يې زياتې ستونزې پيدا کړي دي  او هم دا کار په کليو اوبانډو کې دد ښمن دنفوذ زمينه برابره کړې ده.
ددغه پروګرام تطبيق د جمهوررئيس له ټينګارسره سم  ((  دهېوادوالۍ دميثاق پروګرام ټولو ته په يوه سترګه ګوري او په  اقتصادي نظام او دکليو په پراختيا او وده کې دخلکو دعملي مشارکت فرصت برابروي    )) .                                     دهمدې دلايلو له مخې کولاى شو ووايو چې دهېواد والۍ دميثاق پروګرام دملي وحدت د حکومت يوه لاسته راوړنه ده  چې خلک په يو محور کې راټولوي او حکومت خلکو ته ديو خدمتګاربنسټ په توګه معرفي کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته