امنیت

په روزګان کې د دريو تنو ماين ښخوونکو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د وري  څلورمه :
درې تنه ماين ښخوونکي طالبان د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
دغو وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې غوښتل دترينکوت ښار په لويه لاره کې ماين ښخ کړي  خو خپل ماين پرې چاودنه وکړه .
د روزګان ولايت د سيمه ييزو  پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه ماين ښخوونکي ووژل شول .
ده وويل وسله والو طالبانو غوښتل  د دغو ماينونو په ښخولو  سره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي خوبريالي نه شول .  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته