
کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې ۲ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.
د دغه ولایت امنیتي مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه کسان د بلخ ولسوالۍ امنیتي مسوولینو د نشه یي توکو د کارونې او غلا په تور نیولي دي.
د مسوولینو په وینا، له نیول شویو کسانو سره یو میل تفنګچه او یوه اندازه ټابلېټ کا ګولۍ هم نیول شوې دي.
لمر