ټولنه

په تخارکې د قابلو ټولنه پرانستل شوه

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
د تخار ولايت د قابلو د ټولنې وډانۍ پرون د هېواد د لومړۍ ميرمنې له خوا د روغتون په انګر کې پرانستل شوه .
دتخار ولايت د قابلو د ټولنې رييسې  شرارې امان باختر آژانس ته وويل چې دغه ټولنه  څه ناڅه لس کاله  له ودانۍ پرته په دغه ولايت کې فعاليت کاوه، خو له پر له پسې هلوځلو وروسته ولايتي روغتون د دغه روغتون د ودانۍ يوه برخه دغې ټولنې ته ورکړه .
  خبرځاى زياته کړه چې اوس په تخار ولايت کې څه ناڅه ٧١٠ تنه  د قابلې په توګه فعاليت کوي چې له دې جملې څخه ٥٤٠ تنه يې  د دغې ټولنې غړيتوب لري .
  دتخار ولايت يوشمېر ډاکترانو د قابلو د ظرفيتونو د لوړولو په لاره کې د دغې ټولنې جوړول ګټور وباله او ويې ويل چې د دغې ټولنې د جوړولو هدف د ميندو او ماشومانو د روغتيا ښه والى دى .
دغه ټولنه د هېواد دلومړۍ ميرمنې له خوا په داسې حال کې چې د لومړۍ ميرمنې روغتيايي سلاکارې فيروزې مشتري او يوشمېر ډاکتران او قابلې  حاضرې وې، پرانستل شو .
   ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته