ښوونه او روزنه

د کانکور آزموینو عمومي ریاست خبرتیا

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٤
د کابل ولایت ټولو ولسوالیو او د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند یو شمېر لیسو ( سید اسمعیل بلخي، آزاد خان، محمود هوتکي، وحدت شهرک د هلکانو، محمد اکبر خان پامیر، مخفي بدخشي نجونو، مرکز پرورشګاه، قلعه حسن خان، پروژه پنجم ۳۱۵ هلکانو، پروژه پنجم ۳۱۵ نجونو، سردار کابلي نجونو، حضرت ابراهیم خلیل الله، استاد بیتاب، اتمه حوزه عبدالحی حبیبي، قاري نیک محمد، صفا شهرک، ایمني نجونو، ابوذر غفاري، استاد خلیل الله خلیلي او رابیا) لیسو  د ۱۳۹۵ کال او مخکې کلونو د دولسمو ټولګیو فارغانو ته چې د کانکور آزموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې او بایو متریک سیستم ته حاضر شوي، خبر ورکول کیږي چې په آزموینه کې د شمولیت کارتونه یې ۱۳۹۵ کب ۱۵ یکشنبې له ورځې په اړوندو لیسو کې ویشل کیږي، د یادو طلبانو د کانکور آزموینه د ۱۳۹۵ کب ۱۹ (پنج شنبې) په ورځ  په کابل پوهنتون، شهید استاد رباني پوهنتون او کابل پولي تخنیک پوهنتون کې سهار په ۸:۰۰ بجو اخیستل کیږي. د آزموینې ځای او د اتاق شمېره په کارت کې ذکر شوې، هیله ده آزموینې ته په خپل وخت حاضر شئ.
یادونه: د کانکور آزموینې له ټولو ګډونوالو څخه په کلکه غوښتنه کیږي، چې د آزموینې په ورځ د آزموینې صحنې ته د مبایل، مخابرې، اسلحې او د هر ډول الکترونیکي او جارحه وسایلو له راوړلو څخه ډډه وکړي، داوطلب سره د ذکر شویو وسایلو د پیداکولو په صورت کې، که څه هم ګټه یې ورنه نه وي پورته کړي، د آزموینو د لایحې سره سم یې آزموینه باطل، داوطلب د آزموینې له صحنې څخه ویستل کیږي او امنیتي مسؤولینو ته ورپیژندل کیږي. برسیره پر دې له ټولو ګډونوالو څخه هیله کیږي چې د آزموینې په ورځ له ځانه سره د تابعیت اصلي تذکره، تور خود کار قلم او د کود رشتې جدول ولري.
د پاتې لیسو آزموینه وروسته اعلانیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته