خبرونهامنیت

په بلخ کې ۷ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د وږي ۳۱ مه، باختر

د بلخ امنیتي مسوولین وايي چې پرون په دغه ولایت کې ۷ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وویل چې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې ۷ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي، چې دوسیې به یې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا