خبرونهټولنه

په بلخ کې 460 کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي

 کابل، د سلواغې ١٢مه، باختر

د بلخ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولين وایي، چې د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ په اصفهان کلي کې د سولر پمپ اوبو رسولو سېستم پروژه پرانیستل شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې د بلخ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي یار محمد شبیر وویل، چې دغه پروژه د USAID موسسې په مالي ماتړ د ۸۵۰ زره افغانيو په لګښت جوړېږي، چې پرمټ به یې ۴۶۰ کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

نوموړي زياته کړه، چې د اوبو رسولو دغه شبکه د ۱۵۰ مترو په ژوروالي، ۴۰ لمريزو تختو او ۳۵ زره لېټره زېرمې په لرلو سره جوړېږي، چې چارې به يې د ٣ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا