امنیت

دداعش دډلې څلورتنه قوماندانان ووژل شو

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٦ :
دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې تيره شپه  په هوايي بريد کې د داعش دډلې  دڅلورو تنو قوماندانانوپه ګډون  دداعش دتروريستي ډلې پنځه ويشت تنه غړي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي: دغه عمليات چې دننګرهار ولايت  داچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دداعشيانو په پټنځايونو ترسره شول  چې له امله يې  په خطاب  مشهور سيدعمرباجوړى او دداعشيانو ددريو تنو  نورو قوماندانانو په ګډون پنځه ويشت تنه داعشيان ووژل شول .
سيدعمر باجوړى د پاکستان اوسيدونکى دى  چې له څوکلونو را په دې خوا په اچين ولسوالۍکې دداعشيانو دقوماندان په توګه ګومارل شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته